په افغانستان کې حالات، کړکیچونه او د حل ممکنې لارې!
ډاکـــټــــر صـــلاح الــــدیـــن سـعـیـدی – سعـــیـد افــغــانـي ډاکـــټــــر صـــلاح الــــدیـــن سـعـیـدی – سعـــیـد افــغــانـي

          دافغان ستراتیژیک څیړنیز مرکز دعلمي  شورا ترنظر لاندی

 

 [Situation in Afghanistan, Problems & Possible Solutions]

By: Dr. Salahuddin Sayedi,     Language: Pashto, In 3parts: part I.,   Date:

 

 مونږ  په کلکه په دی باور یو  چې هرسیاسی تحلیل، د کړکیچونو شمیرل او د حل لیاری لټول د تحلیل او مطروحه مسایلو د ریښتینو مفرداتو نه په عینی ډول د استفادی او لیدنی نه پرته ممکن او سم کار نه دی.

د کړکیچو نو نه د وتلو او حل نسخی باید د واقعیتونو پر بنا او د ريښتینو امکاناتو پر اصولو ولاړی وی. داسی د حل لاری چې ټولو خواو، منطق او سلیم انسانی عقل ته د منلو وړ وی.

مونږ په دی باور یو چې عمده اصول او لاری تر زیاته حده روښانه دی دی. هو زمونږ هدف علمی او عملی نسخی د سلیم انسانی عقل او پوهی پر بنیاد روښانه دی.

که څوک په افغانستان کې پایداره، عادله، او شامله سوله، استقرار او دهغه په نتیجه او پایله  کې په افغانستان او سیمی کې سوکالی، پیشرفت، آرامی او ترقی غواړی نو پکار ده چې د هیواد په سیاسی ستیج کې د خلکو ریښتنی استازی حضور لرلو ته ریښتینی زمینی برابری کړای شی او  د خلکو د حاکمیت پر اصولو د نظام جوړولو اساسی پایی کیښودل شی او دی پروسی ته  صادقانه کار وشي.  

مونږ هغه وخت کولای شو پایداری سولی ته ورسیږو چې په مشترک کور کې د مشترک ژوند پرقواعدو داسی چې ملت اصلی تصمیم نیوونکی شی، کار وکړو.

مونږ هغه وخت پایداری سولی اواستقرار ته رسیدلای شو چې د خپلو نسخو او د هغو دتطبیق  مشروعیت دملت د موافقی په صورت کې د آزادو او شفافو ټاکنو په نتیجه کې د ښو قوانیو او نړیوالو تر څارنی لاندی  مشروع او دعملی کولو وړ  وګڼو.

مونږهغه وخت پایداری سولی اواستقرار ته رسیدلای شو چې په دی خبره ایمان ولرو چې د ټولنی د مطرحو مسایلوپه هکله زمونږ د نسخو نه پرته د حل بلی لاری او نسخی وجود لرلای شی او لری.

مونږ هغه وخت پایداری سولی اواستقرار ته رسیدلای شو چې  په لنډ مهاله  نظامی برتریو او لاس ته راوړنو مغرور نه شو بلکی د دی برتریو او لاس ته راوړنو څخه په سیاسی برخو  کې په کافی اندازه ګټه او کار واخلو.

مونږ هغه وخت پایداری سولی اواستقرار ته رسیدلای شو چې ملی مشروع زعامت منځ راولو او دا زعامت دافغانستان د مصالحو او منافعو داولویت پر اصولو کار د کار کولو توان او استعداد ولری او عمل وکړی. افغانستان نړی ته دخطر ځای هم نه وی. افغانستان د خپل موقعیت په اساس د نړی د تمدوندونو او اقتصادی همکاریو د عطف نقطه او مرکز وګرځوی. افغانستان د نړی د مختلفو تمدونونو د همکاری مرکز شی نه د تقابل او تشدد

مونږ هغه وخت پایداری سولی اواستقرار ته رسیدلای چی د ظلم او بی عدالتی سره کلکه مبارزه، ښه قوانین تصویب او د دی قوانینو د تطبیق لپاره عملا او صادقانه کار وکړو او د قومی او قبیلوی تصفیو او بی عدالیتو مخه ونیسو، متخلفین او د قانون ماتوونکی د قانون قوی او بی رحمه  منګولو ته وسپارو.

 مونږ هغه وخت پایداری سولی او استقرار ته رسیدلای شوی چې عفوه او ګذشت ولرو، د تیرو تجاربو نه درس واخلو، تیر هیر نه کړو اما په انتقام او غچ اخیستنه خپلی اصلی برنامی او تګلاری ونه ګرځوو. پکار ده چې د عفوی او ګذشت پالیسی خپله کړو.  مونږ ته په کار ده چې د دښمن لټولو په ځای ځان جمع او جوړ او او ځانته قوت ورکړو. دا ددی په مانا نه ده چې منفی نقاط او دښمن  نه هم بی خبره شو او داسی ووایو چې هرڅه خیر او خیریت دی. مونږ ته په کار ده اوس او آینده زمونږ د کار مرکزی نقطه و ګرځوو. په دی برخه کې لازم او معقول اعتدال ته اړتیا شته.

په یقینی ډول ویلی شو چې اوس اوس  زمونږ هیواد افغانستان او افغانی ټولنه د خپل سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعی په داسی پړاو کې  قرار لري چې دتیرو لسو کلو په پرتله متفاوته ده.

که څه هم ډیر مسایل په شکلی او فورمال او یا هم په نامکمل و یا هم غلط ډول او مفهوم او کړنی  ترسره شوی او دا کارونه د ډیرو مصارفو او ډیرو قربانیو په کیدو او لږو نتایجو په تر لاسه کیدو شوی دی  اما ددی تیری شوی پروسی دالـږو لاسته راوړنو او بعضی شوی  کارونه سره چې لاندی ورځنی یادونه کیږی په  مبداء او بنسټ  کې مخالفت نه شته. بعضی دا اجراأت په اساس کې تأئیدوو او دهغوی د تحقق، پایداری اوریښتنی بڼی باندی ټینګار کوو.  

د دولت ایجاد او دری ګونو دولتی قواو شکلی منځ ته راتلل تأیید او ضروری کار ګڼو. دتأکید وړ ګڼو ددی دری ګونی قواو چې د مثلث په شکل او ددوی تر منځ مطلوب توازن چې د استقرار او عدالت ممد شی حتی په اوسنی اساسی قانون کې نه دی مراعات شوی.  دا چې ریاستي نظام به د وخت غوښتـنه وه او که نه، خو په دی باور یو چې په افغانستان کې د صدارتی نظام په جوړیدو او عملی جوانبو باندی دبحث او عملی کیدو وخت راغلی.  د افغانستان اساسی قانون او بعضی نورو قوانینو تصویب که څه هم نیمګړی دی،  د پولیسو، اردو او امنیتی اداروجوړښت، د ستری محکمی او څارنوالی او نورو عدلی او قضایی ادارو جوړښت چې په نوییمو کلو کې عملا له منځه تللی وی، د مطبوعاتو نسبی آزادی، د قانون دتطبیق وعدی او خبری او د اداری فساد د جرړو دویستلو ابتدائی هڅی او هلی  ځلی هغه مسایل او مطالب  دی چې د مبدی او اصولو له لحاظ  د یادولو وړ او د مبدی په شکل مشترک اهداف دی چې  باید د پیل په توګه ومنل شی.

به اقتصادی برخو کې د بعضی روبنایی او انفرسترکټر باندی د کارونو پیل او بعضی برخو لکه  ترانسپورتی، ارتباطی،  مخابراتی، خدماتی سکتور او برخه باندی په خاص ډول په خصوصی سکتور کې پراخ انکشاف.

په وطن کې په مختلفو سطحو د انتخابات او ټاکنو اجراء کیدل که څه هم په ډیرو مواردو کې تقلبی، غیر شفاف  او شکلی وه الترناتیف او قایمقام نه لری.

په دی موده کې دقیقی احصائیه ګیری ونه شوی اواتباعو ته  دهویت کارتونه یعنی تذکری چې په سیاسی، اقتصادی او امنیتی  برخه کې ډیر مهم رول لری تهیه او توذیع نه شوی.

په تأسف سره د آزاد بازار د اقتصاد هغه بڼه چې زمونږ هیواد ته په دی وروستی لسیزه کې  را ورسیده د آزاد بازار د اقتصاد هغه بڼه وه او ده چې هغه د قانون د حاکمیت نه پرته، د مافیای او انحصاری اقتصادی روابط پر اصولو ولاړ او عمل پری کیده چې په هغه کې  هرڅه د عرضه او تقاضا د قانون په اساس تعینیدل او د آزاد رقابت  ظرفیتونه یا وجود نه لرل  او یا هم ډیر  محدود ود وه.   داحالت  دمنلو وړ نه دی او په دی حالت کې ډیر ځلی د آزاد بازار څخه ناوړه ګټی پورته شوی.  افغانستان دقانون دحاکمیت لاندی د معقولو ملی ګټو د ساتلو سره سم ، مختلط اقتصاد ته چې  ریښتنی آزاد بازار ته د رسیدو وسیله شی ضرورت او اړتیا لرله اولری.

د افغانستان او پاکستان له لیاری د ترکمنستان د ګاز د لولی د تیریدلو قرارداد هند ته او د بعضی معادنو او پروژو قراردادونه او داسی نور هغه تاریخی مثبت کارونه دی چې ورځینی یادول په کار دی.

په ډیرو موارد کې دولت په موقع لازم قانونی بسترونه ایجاد نه کړل، د ټکس اومالی دفاتر فعاله نه شول، دکنترول میکانیزم یا خو ایجاد نه شول او یا خو له سره فعال نه کړای شول. تمام شواهد داسی ښکاره کوی چې حد اقل او په ډیر ښه حالت کې  افغانستان دولتی او د حاکمیت مهمو کړیو ته او مراجعو  ته په ډیر ښه حالت کې ډیر غټ حق السکوتونه ورکړل شوی دی.  

کله کله د افغانستان زمامداران د کڼو او وړاندو بمباریو مخه نیونی، تړل، ویشتل او کور ورانونه او بی عزتی ، په  غندلو سره ځان ته برائت ورکول غواړی. مونږ په دی باور یو چې دا غندل کفایت نه کوی.  دا تراژیدی ډیر ځلی حتی  نه د اساس او مبداء په ډول مردوده او وغندل شوه بلکی  ددی لپاره وغندل شوه  چې ګواکی دا مرګ او ژوبلی او بی قانونی ددوی د حکومتونو د بدنامی او تنفر سبب ګرځی. په دی توګه په دی موده کې افغانی دولت د خپلو اتباعو نه دفاع و نشوه کړای.  اداری او حاکمیت په دی مواردو کې لازم با کفایته، تدابیر ونشوه نیولای او عملی قانونی او سیاسی مؤثر  تدابیر یی ونه نیول. د ځان او څوکی ساتلو ته  د وظیفی او رسالت د اجراء پر ځای عملا برتریت ورکړ شو. غندنه د عامو او غیر حاکمو خلکو کار کیدای شی اما د حاکمیت نه د عملی حمایی او ساتنی توقع کیږی.

د حاکمیت مشروعیت په ډیرو موارد کې تر مبدای سوال لاندی دی او راغلی.

په یقینی ډول ویلی شم چې په  تیرو لسو کلو کې  د ښو اقتصادی، سیاسی او نظامی امکاناتو نه د وطن د آبادی او سوکالی او د مستقری سولی د برقرارولو لپاره په ښه، متـناسبه او لازمه  توګه د خلکو او سولۍ په ګټه کار وانه اخیستل شوه. ډیر ښه او استثنائی فرصتونه له لاسه ولاړل.

هغه تدابیر او اجراأت و نه نیول شول چې د  هغه په پایله کې  افغان ملت، دولتی اداراه  او جوړ شوی پُـــل او سړک، ښوونځی او روغتون خپل وګڼی او دهغه خرابول د خپل کور او ملکیت خرابی  وګڼی.

په تأسف سره په اقتصادی برخه کې د بهرنیو او نړیوالی ټولنی د مرستو او قرضونو د  مصرفیدو او داسی ستونـزو، نیمګړتیاو او ناکامیو پــړه د افغانستان اوسنی حکومت او اداره ډیر ځلی په بهرنیو متحدنیو اچوی  اوپه دی ډول هڅه کوی چې ځان ته برائت ورکړی. دا ادعا  په قطعی ډول د منلو وړنه ده. داسی افاده کول چې ګواکی دولت د همغو مرستو اویا قرضونو حساب ورکوی چې یی په مستقیمه توګه ترلاسه کړی او نوری مرستی   او قرضونه ګویا بهرنیانو خپله مصرف کړی او دافغانستان اوسنی اداره او حکومت یی ځواب ګو نه دی، دقیقه او مناسب خلاصون او د مسؤولیت نه ځان کاږل منطق او قوت نه لري او دقبول وړ نه دی. په دی برخه کې افغانی کنترول میکانیزمونه او لازم قانونی بسترونه او هماهنګی او دقاعدی او اصولو روښانول چې ډیر ځلی د افغانی لوری کاروه او دی، فعال نه کړای شول.

ددی ټولو په  نتیجه کې  د وطن د آبادی په ځای د معینو زورمندانو، اشخاصو او افرادو او د هغوی د بهرنیو قراردادیانو جیبونه او بانکونه ډک او دوطن حالت د مصارفو، وخت او امکاناتو په تناسب اصلا ښه نه شو او دا امکانات تر ډیره حده په هدر ولاړل.

انسانی تراژیدی، مرګ او ژوبله، کاڼه اوړانده نظامی عملیات او بمباری، د اسلام ضد انتخاری عملیات چې د هغه په پایله کې بی ګناه انسانان شهیدان او متضرر شول د موضوع هغه نور اړخونه دی چې دنیوی او آخروی مواخذه لری او تراژیدی او غمناک داستانونه یی دبشریت په تاریخ کې دبشریت په نامه د ننګ او شرم تور داغونه ګڼل کیږی.   

د بُـن بَست، بی نیتجه والی، روښانه کامیابی ته د نه رسیدو، د شک او د تردید،  د ماموریت د ناکامیدو بحث او سوال مطرح دی. هغه ماموریت چې ډیر ځلی ورځنی مختلفی خواوی  مختلف تعبیرونه او تفسیرونه لری.

ددی وضعی نږدی او لیری عاملین په داخلی کې  څو چالاکه، فریب کار، او فرصت طلبه بی کفایته عناصر چې  لیا تر اوسه هم د قوی، پوځی او نظامی له لیاری دافغانستان او سیمی د حل پر موضوع  او لیار باندی ټنیګار کوی او سیاسی حل ته په ټیټګ سترګه ګوری او یا هم د سیاسی حل ځنی په قول او عمل کې له سره  انکار کوی.

دوی لا تراوسه د دی  زوړ تاریخی منطق او قوی افغانی جملی په مانا او مفهوم، صحت  او ارزښت نه دی پوه شوی چې ”په زور کلي نه کیږی.“.  

دوی لا د افغانی تاریخ نه عبرت نه دی اخیستی چې دلته قدرتونه په ګونډو شوی.

دوی لا  په دی نه پوهیږی چې دا وطن ته به راتګ لږ څه آسانه وی او د خلکو نه به په راتګ کې چا پوښتنه نه وی کړی، خو په تګ کې یی دې ملت اساسی رول لره او لري به يی.

د افغانستان تاریخ د شاه شجاع ګانو تاریخ نه بلکی د قهرمان ملت تاریخ دی چې د شاه شجاع په سرنوشت  یی تصمیم نیولی او عملی اقدام یی کړی.

مونږ غواړو د ملت، د حق او عدالت ته او دخیر  اهدافو ته د رسیدو په لار کې  د سولی، ښه تفاهم، تعقل او تدبر، منطق ، هوښیاری او درایت لازمه لار غوره شی او پدی توګه د افغانانو او نړیوالی ټولنی د نوری تباهی او بربادی مخه ونیول شی.

په ډیر تأسف او تأثر باید ووایم چې په تیرو کلو او خاص ډول تیرو لسو کلو کې د افغانستان په دولت کې موجود، د دولت مؤیدین اودهغوی بهرنی متحدین او مرستندویان او د افغانستان ددولت نه بهر د مسلحو مخالفینو او دهغوی د متحدینو او مرستندویان او متفکرو رهبری کوونکو حلقاتو او کړیو کې د هغوی  اهداف او مقاصد چې په ظاهری باید  د منطق پر بنیاد سره مشخص او هدفی صفونه او ستراتيژی مشترکی وای اما  په عمل کې داسی نه وه. دوی د متحدو جبهو د لرلو سره سره مختلف اهداف  مختلف اومتفاوت ستراتیژی تعقیبولی او تعقیبوی.   مثلا د هغو اهدافو لپاره چې د افغانستان مجاهدینو په پاکستان کې کار کاوه د هغوی متحد یعنی د پاکستان حکومت کار نه کاوه. پاکستان خپل اهداف او مجاهدینو خپل اهداف تعقیبول. همدا حالات په نورو جوانبو کې هم وجود لره او داحالت ادامه لری. دا حالات تر خپله حده ددی موجب شول چې نتایج هم  مطلوب نه او ډیر ځلی متفاوت وی.

ټول شواهد داسی ښکاره کوی او شته ډیر داسی موارد چې د افغانستان په قضیه کې مطرح حلقات حتی د افغانستان د خدمت ګارانو د متحدینو  اهداف ،  کړنلاری او ستراتیژی د افغانستان د خلکو د اهدافو، منافعو او مقاصدو سره له سره  برابری نه دی او حتی په بعضی مواردو کې دافغانستان د خلکو د اهدافو، مقاصدو او منافعو سره په تضاد  کې هم دی.

 

زمونږ د همسایه هیوادو حکماء لکه ایران او پاکستان او دهغوی اصلی پالیسی جوړونکی او متفکر مغزونه او د هغوی د منطقی لوبغاړی متحدین او مخالفین لکه هند، ترکیه، منطقوی سکتاریستان او قومی متعصبین ، دمرکزی آسیا بعضی حکما، د بعضی عربی هیوادو، چین او... په سیمه او افغانستان  کې د دی وضعی نه په ډیره موفـقانه توګه خپلی ګټی پورته کوی او ددی ګډوډی او بی کفایته، ضعیفه زمامدارانو او په افغانستان کې ددی وضعی نه په خپل تعبیر تر یو حده خوشحاله هم دی.

 

ایران په  افغانستان او عراق منطقه او سیمه کې د نړیوالی ټولنی او د هغه په سر کې د امریکی ستړی کیدل غواړی. اوسنی ایرانی حاکمیت په خپل تصور تعریف شوی  او په ډیرو مواردو کې تحریف شوی آرایائی فرهنګ، کلچر او خپل مذهبی ارزښتونو په افغانستان کې په بریاوو او موفقانه توګه پلی کوی.

 

پاکستان د پردی په ځمکه آباد شوی هیواد به پری نه ږدی د ډیورند د مصنوعی او استعمار میراثی کرښی چې  د معمول خلاف ورځنی   ۱۱۷ کاله تیریږی څوک ریښتنی آواز پورته کړی.

د پاکستان اصلی پالیسی سازانو په اوسنی پاکستان  کې  په بری او موفقیت سره په تیرو دیرشو کلو او په عمده ډول په امریکی کې د ۲۰۰۱ کال د سپتامیر د یوولسمی نیټی د تروریستی عملیاتو نه وروسته د تروریزم او اکستریمیزم تر مبارزی لاندی  هر هغه آواز او غـږ چې د پښتنو او بلوڅو د برحقه مطالبی  او د ډیورند د تقلبی کرښی او خط   نه د انکار او له منځه وړنې په لیکه کې قرار لرل او یا یی آواز پورته کاوه په پوره بی رحمی ترور  او له منځه ویوړل او کار لیا په دی برخه کې  په بری جریان لری. دوی وکولای شول په افغانستان کې داسی ځواکونه تـقـویه او وروزی چې د قومی او تبعیضی تأثیراتو او تعصب پر اساس دډیورند د خط د رسمی کیدو هڅی کوی او حتی لیا  په سپین سترګی داسی عملی اقدامات کوی چې زه پور غواړم او هغه نور.   

پاکستان په افغانستان کې کافی کدری او عملی امکانات لری او دافغانستان د  ډیرو جهادی  او مطرحو شخصیتونه او څیرو  قوت، زور او عملی امکانات ورته داسی معلوم دی چې پوهیږی  ددوی سره څه برخورد وکړی او څنګه ددوی په وجود کې خپل اهداف ترسره کړی

دپاکستانی اصلی پالیسی جوړونکو په ډیرو مواردو کې د تـل لپاره د افغانستان په هکله د رسمی سیاست په څنګ خپل متوازی غیر رسمی سیاست چې يواځی او يواځی د پاکستان پرګټو تکیه لری، کار کړی او لیاتراوسه په بری سره کارکوی.

پاکستانی خرابکاره دومخه سیاسیتونه، د پردو ناجایزه مداخلی، د پردو د مصالحو او منافع ساتونکی او په افغانستان کې بی کفایته او غیر مشروع او ضعیف حاکمیتونه او یو سلسله نور عوامل ددی موجب شول چې تقریبا دوه لسیزی مخکی یعنی په نوییمو کلو کې د افغانستان اردو منحله شی. او بیا وروسته  د پردو مداخلی په تیرو لسو وروستیو کلو کې پـری نښودل چې په افغانستان کې قوی او په ځان متکی حاکمیت منځ ته راشی. حتی داچې  د پاکستان  اوسنی جمهور رئیس  ښاغلی آصف علی زرداری  څو میاشتی دمخه  امریکی ته په خپل  سفر کې ښاغلی باراک اوباما ته  وړاندیزکوی چې ګواکی د افغانستان امنیتی قواوی، اردو جوړول ندی په کار او سفارښت کوی چې  د ۲۰۱۴ کال نه  وروسته دی د عربی او اسلامی امنیتی قواوی افغانستان ته راوستل شی. که چیری داسی امکانات او مفیدیت وجود لری نوبیا ولی ۲۰۱۴ کال و بیاولی نه همدا اوس؟ خوخبره داده چې د افغانستان په خپلو پښو دریدلی نه غواړی او نه پریږدی.  په ظاهره داسی استدلال کیږی چې د افغانستان اوسنی اردو ملی نه ده  او د افغانستان د ملی ترکیب مظهر انعکاس په کې نه دی مراعت شوی.  داسی احتمال هم شته چې تأکید شوی وی چې دافغانستان  اردو واپس د هغوکدرو او افراد نه جوړه شوی چې پخوانی شوروی اتحاد کې يې زده کړی کړی وه او هغه اردو پاکستانی حلقاتو منحله کړه او دادی بیرته د همغو کدرو په ترکیب اوسنی افغانی اردو جوړیږی.  دا او داسی نور دپاکستان  هغه دښمنانه هڅی دی چې  د خپل سیاسی تجارت اوپه افغانستان  کې د ضعیفو ادارو د ساتلو او د افغانستان د حکومت د مخالفینو د پرچون فروشی د پالیسی په ادامه په کلکه تعقیبوی او خپل ځان دهمیش لپاره نړیوالی ټولنی ته مطرح ساتي اود افغانستان د خلکو په وینو، مرګ او ژوبله خپل تجارت کوی.

پاکستان د ډیورند د کړغیړنی کرښی همدا اوس نهایی کول غواړي. داسی شواهد شته او  مختلفی دسیسی روانی دی چې دا خط د افغانستان  دپاره په همدی نامناسب وخت کې مطرح نهائی او معامله صورت وموی. داسی اټکل کیږی چې د هغی  خاینانه پلان د عملی کیدو په  صورت کې به پاکستان په خپل لاس  د افغانستان د اوسنی حاکمیت ضد مسلح ځواکونه افغانی جانب ته تسلیموی اویا له منځه وړی او د افغانستان جانب نه به په افغانستان کې  حتی د داخلی  معینو متعصبو قوم پرستو، سکتارستانو او حتی د افغانستان د اوسنی پارلمان ته دتقلبی ټاکنو په نتیجه کې راوستل شوو حلقاتو په موافقی د ډیورند د کرغیړنه کرښی  د نهائی کیدو معامله او خیانت کولو پلان عملی کیدلو باندی به توافق او معامله صورت نیسی.  په دی برخه کې به دافغانستان په اداری باندی د مؤثرو بهرنیو سیاستوالو اوحاکمانو  فشار راشی چې دی تاریخی خاینی معاملی ته افغانی لوری حاضر او مجبور کړی.  

افغانان په دی باور دی  چې په ډانګ اوبه نه بیلیږی.  د دیورند کرښه تقلبی کرښه ده. دا کرښه زمونږ د  کور په منځ کې د استعمار په زور رسم شوی کرښه ده. ددی کرښی په هکله  بحث او حتی ریفراندوم او داسی نورو خبرو او بحث ګنجایش نه شته. په تاریخی، ملی او قومی  لحاظه د آباسین نه  تر اټکه په واقعیت کې  د افغانستان جزء او یو هیواد وه او دی. په دی برخه کې دهرډول مجبوریتونو او  معاملو په اساس او بیا د غیر مشروع منابعو او مراجعو خیانتی معاملی  به د منلو وړ نه وی او نه دی. دافغانستان داپارلمان او دولت دداسی معاملی صلاحیت هم نه لری.

که مونږ د نامناسبو شرایطو له کبله غلی پاتی شو نو نور د ښو مقاصدو اویا هم د ناولو مقاصدو په لرلو  غلی نه پاتی کیږی. افغانانو ته په کار ده چې حتی د هر چا له خوا فعال شوو پروژو په صورت کې هم  په فعال سیاست دداسی دسایسو مخه  ونیسی او اجازه ورنکړی چې شوم پلانونه د افغانستان د خواستو او حق په ضد عملی شی. پدی برخه کې به  درسته  لیاره به دا وی چې په موقع کاږه حرکات اوپه عمل کې خاین حلقات او یا پلورل شوی تصامیم  ملت ته افشا، تجرید او داسی دسایسو ته ملت بیدار او بسیج کړای شي. په دی برخه کې د هرچا لیکنه، کړنه او عمل باید اصلی معیار وی. حوادث زمونږ له خواست نه بهر جریان لری او مونږ يی په مقابل کې د دریدو په سیاسیت او کړنلاری باید  مخه ونیسو. ددی حوادثو په  نه لیدلو یواځی ځان غولوو. غیر فعال برخورد زمونږ او ددی داعی په ګټه نه دی.

که چیری پاکستان دا پتیلی وی چې په پښتونستان  او بلوچستان کې يې ملی ځواکونه د تروریزم تربهانی لاندی په پوره توګه ځپلی او یو عده نور بیا د پاکستان سره یوځای ژوند کول غواړی، نو په کار ده چې وویل شی. اول به داخبره را سره ومنی چې دډیورند کرښه له سره او اساسه اعتبار نه لرله او نه لری. بیا که اوس څوک غواړی جدا شی اویا د پاکستان اویا د کوم بل هیواد سره یو ځای شی او یا هلته ژوند وکړی چې مطرح کیدای  شی. نو ورته ویل په کار دی چې لمړی بحث نهایی کړو هغه داچې د ډیورنډ کرښه غیر مشروع او د اعتبار وړ کرښه نه ده.  بیا که څوک دا وطن تجزیه کوی او نور پلانونه دی نو  دا بحث به هم سره جدا وکړو چې څوک چیری او د چا سره ژوند کول غواړی.

دبلی خوا زمونږ په منځ کې د نفاق او شقاق د شته والی او همدارنګه د مشترکاتو د شته والی په نظر کې نیولو سره دا هم د منلو وړ ده چې دوه اویا  دری د حرکت، فشار او مشترک هدف متوازی مراکز جوړ او دمتحد هدف لپاره د مختلفو زوایاو او امکانات څخه په پوره آماده ګی کار صورت ومومی. خو غیر فعال پاتی کیدل د منلو وړ نه ده بلکی بده پایله به ولري.       

 

د هند زمامداران د پاکستان ځواکونه او مربوط ستراتیژیکی متحدین اوپه پاکستان کې  بعضی  دینی ډلی  د  افغانستان په مورد کې د هغوی فعال مصروفیت او په دی ډول د کشمیر دمسألی او هند نه په اساسی ډول لیری پاتی کیدنه   دځان په ګټه بولی. دوی  دی هدف ته په تیر نیم قرن کې  په هندی هوښیاری کار کړی او کوی. 

د بعضی عربی هیوادو  حاکمان په افغانستان او سیمه کې د دوی  دینی سیاسی ځواکونو مصروفیدل چې دعربی هیوادو اتباع هم دی او په افغانسنان کې د جهاد دکار زار متفکر مغزونه تشکیلوی او په دی  توګه په دی سیمه کې حضور او مصروف دی د ځان په ګټه تعبیـروی او ګڼی. په دی توګه دا  ځواکونه  د افغانستان مسألی ته  لمړیتوب ورکوی  او د فلسطین او عربی اسلامی هیوادو حاکمیتونو ورځینی په امان پاتی کیږی اویا هغه  مسایل ورته  په وروستی اویاهم دوم  پړاو کې مطرح او یا هم هغوی ته اصلا وخت نه پاتی کيږی. 

چین او روسیه د خپل با عظمته تاریخ په رڼا کې  د منطقی او نړی قدرتونه دی اود سیاسي  او نظامي  ابرقدرت کیدو په لار روان دی. اما په دی هیوادو کې هر ډول حاکمیتونه چې وجود ولری اویا منځ ته راشی په سیمه او نړی  کې خپل  سیاسی او اقتصادی او حتی پوځی  ګټی خوندی ساتل غواړی. دوی  د امریکی د موفقیت څخه  چې په سیمه کې  د اسلامی ځواکونو مخی ته خنډ  شی او نسبی ډول ددوی په هیوادو کې د مشابه حرکاتو د بی رحمانه ټکولو لپاره زمینی برابری شی  هرکلی او مرستی کوی. امادوی په افغانستان او سیمه کې  د امریکی په داسی بري  چې په سیمه کې د امریکی د اوږدمهاله پوځی اډو دشتون او بقاء سبب وګرځي، نه شی زغملی. په دی هدف کې د ایران حاکمان هم د چین او روسی سره مشترکات لری.  

 همدا اوس اوس په افغانستان کې د امریکی او ناتو   د ۴۷ هیوادو ۱۴۰ زره عسکر په افغانستان کې حضور لري. له دی جملی څخه د امریکی د متحدو ایالات تقریبا ۱۰۰ زره  پوځی ځواکونه او باقی د نورو هیوادو پوځیان دی.

شرایط داسی راغلی چې نـــاتو او امریکا غواړی تر  ۲۰۱۴ کاله پوری  افغانی ځواکونو ته تمام امنیتی وظایف او مسؤولیتونه انتقال کړي. همدا سږ کال د جولای په میاشتی کې  به دا د انتقال پروسه پیل کیږي. د ناتو مشر  ښاغلی راسموسن د ناتو د متحدینو نه افغانستان د دوامدار حمایت اعلان او سفارښت کوی او کړی.

د انګستان او جرمنی هیوادو تعهد کړی دی چې په  افغانستان کې به د ۲۰۱۴ کال نه وروسته  هم حضور ولری اوددی کال نه وروسته به د افغانی امنیتی قواوو او اوپولیسو  د تربیی او روزنی  لپاره په افغانستان کې نظامی حضور ولري.  

په مجموعی لحاظ ویلای شو چې هغه هیوادونه چې په افغانستان کې اوس اوس نظامی رسمی حضور لری په عمده توګه په افغانستان کې د امریکی دمتحدو ایالاتو پالیسی تعقیبوی او بعضی يې د ځانه په افغانستان کې کوم مشخصه ځانګړی ستراتیژی او پلان نه لری.

واشنګتن چې د امریکی د متحدو ایالاتو د پایتخت په توګه د  مختلفو امریکایی مراکزو  لکه سی آی ی، پنتاګون، بعضی دینی او سیاسی ټولنو او کلبونو، د دیموکرات ګوند او د جمهوری خواه د ګوند او ټی پارټی، او بعضی نظامی حلقاتو د تأثیراتو لاندی خپل ورځنی سیاسیت ته   تبارز او تبلور ورکوی او د امریکی جمهور رئیس د سپـینی ماڼی په مشری د امریکی د سیاسیت رسمی  ویونکی او رسمی سیاسی حاکمه مرجع ده، د امکاناتو، منافعو او مصالحوپه چوکات کې عمل کوی او یا عمل کولو ته مجبوریږی.

د افغانستان په هکله د امریکی د متحدو ایالاتو د جمهور رئیس ښاغلی باراک اوباما وروستی اوږد مهاله پالیسی  تر ۲۰۱۴ کاله پوری او دهغه نه وروسته د پورتنی مراکزو تر آغیزی لاندی څه موده د مخه  وړاندی شوه چې څلور برخی او مراحولو کې به عملی کیږی.

لمړی مرحله: ذهنیت او افکار برابرول، دوهمه مرحله: نظامی اوتصفیوی عملیات، دریمه مرحله: د لاس ته راوړلو او تصفیه شوو سیمو ساتنه، څلورمه برخه او پړاو: د افغانستان اقتصادی او اداری انکشاف او اصلاحات.

په دی کې هیڅ شک نه شته چې د امریکی ددی  اوږد مهالی پالیسی په لمړی مرحله کې او دهغه نه دمخه د ذهنیت او افکارو د برابرولو په برخه کې د افغانستان په اړه او عملی ډګر کې ډیری غلط فهمی د افغانستان په داخل او نړیواله کچه په عمل او نظر کې وجود لرلی او لری:

ددیموکراسی، آزادی  او دهغوی د ارزښتونو مفاهیم، حدود او ثغور، د آزاد بازار اقتصاد او حتی د بشر د حقوقو مفاهیم او د قانون حاکمیت په عمل کې کاملا مغشوش افاده او عملی کیده او کیږی.

د مصالحی او مفاهمی مفاهیم، کدری سیاسیت، ملی منافع او نور ورته  مسایل کاملا متفاوت تشریح، توضیح او یا عملی شول.

د دین او دینی مسایلو توجیه او تفسیر هم متفاوت وه. د جهاد او امر بالمعروف و نهی عن المنکر حدود او ثغور هم مختلف او دافراط او تفریط پر اصولو اوتوضیحاتو ولاړ او ډیر ځلی  حیرانوونکی تفاوتنه لرل.

په تأسف سره باید ووایم چې د بعضی له نظره لا تر اوسه هم د افغانستان د مسایلو به  نظامی او پوځی حل ټینګار کیږی او د تشدد لیار د حل اصلی لیار ګڼل کیږی. د نړی د مختلفو تمدنو او کلتورنو د همکاری او مشترکات د ساتلو پر ځآی د تقابل او تشدد  پر لاری کارکیږی.

د خیر، سولې او ښه تفاهم او د اعتماد د اړیکو د بیا را ژوندی کولو پروسه ډیر ضعیف او بعضی مطرح حلقات یی له سره ردوی. په دی لیار کې صادقانه برخورد  نه کیږی او ونه شو. ددی پر ځای د متقابل فریب او غولونی بازار ګرم دی.

زمونږ  په پوهه  او برداشت مختلفی خواوی  تسلیمی، رشوت ورکونه او د څوکی او مقام  په ورکولو  سیاسی جوړ جاړی، مصالحه اومفاهمه خلاصه کوی. مونږ په دی باور یو چې دمصالحی او مفاهمی څخه داسی تعبیر په اصل کی مقابل ته دتوهین په مانا اود مصالحی او مفاهمی د مانا غلطه افاده او پوهه ده.

د مخالفنیو، اپوزیسیون او دښمن مفاهیم مغشوش او نادرسته وکارول شول او لیا کاریږی. تروریست، خدمتګار او د وطن صادق بچی او پردی نوکران او جیره خوارانو مفاهیم مغشوش استعمال کړای شول او په دی برخه کـې د تروریزم او افراطیت سره دمبارزی تر نامه لاندی په زرهاو قومی او منطقوی منحط سیاسیتونه عملی شول او داپروسه لیا ادامه لری. دوطن اصلی او صادق بچیان خاین او خاینین د خدمتګارانو په نامه لافی او پتاقی وهی.

د دیموکراسی او آزادی  مفاهیم، په افغانستان او نړیوال کچه د اکسترمیزم، تروریزم او تشدد په ضد دمبارزی مفاهیم، حدود او ثغور ډیر ځلی مغشوش، غیر تعریف شوی او متناقض ښکاری او تعریفیږی. ډیر ځلی یو ورته کامیابی وائی او هغه بل ورته ناکامی او یو ورته خدمتګار او قهرمان وائی او هغه بل ورته جنایت کار.

په  کلکه اړتیا شته او وه چې په دی برخه کې درست او معیین مفاهیم په درست ډول و څیړل شی او درست مفاهیم، او اهداف په ګوته شی. داکار اقلا د وطن د صادقو خدمتګارانو او د خیر او خدمت د ارادی لرونکی تر منځ زیاد ممکن او عملی دی.

په دی برخه کې  د پورتنیو مسایلوپه اړه  چې هریو یی  اوږد او مستقل بحث کیدای شی ددی قضایاو او مفاهیم  یوڅو اړخو نو او جوانبو ته په مختصر ډول  ستاسی پام اړول غواړو.  

مفاهمه او مصالحه په مشترک کور کې د مشترک سیاسی ژوند پر اصولو توافق داسی توافق چې هغه حاکمیت، هغه نسخه او هغه برنامه مشروعیت لری او د هغه سیاسی  ډلی، حزب او سازمان  حاکمیت مشروع دی چې خلک یی وټاکی او د خلکو لخوا  ټاکل شوی وی. دا نه په کودتا ګانو، نه په کنفرانسو او نه په پټو  معاملو او نه د بهرنیو استخبارات په توافقاتو مشروعیت پیدا کولای شی.

پورتنی مراجع او ناستی ولاړی کولای شی یواځی او یواځی لازمی  زمینی برابری کړی. اما اصلی مشروعیت باید په آزادو ټاکنو کې د خلکو له خواترلاسه او تحقق ومومی. دافغانستان اکثریت خلک مسلمان دی او خپل انتخاب لری.

داسی نظام جوړول چې اکثریت حکومت او اقلیت خپل حقوق ولری. هغه اکثریت چې خلکو په آزادو ټاکنو کې  د معین او محدود وخت لپاره انتخاب او ټاکلی او د وخت په تیریدو باید د هغه مشروعیت له سره تجدید کړای شی.

دیموکراتیک نظام د خلکو حکومت، د خلکو په واسطه منځ ته راغلی اود خلکو د ارزښتونو د دفاع، پالنی او روزی نظام دی.  دا ارزښتونه په ټولو انسانی ټولنو  کې عین څیز نه دی. خو پکار ده چې دا وطنی ارزښتونه د انسانی ټولنی د عام منل شوو ازرښتونو سره چې انسانی ټولنی پری تر زیاته حده توافق کړی دی، مخالف ونه لري.

په تأسف سره اوس اوس ډیر عادی عام اکثریت یا په بدلاری او عوامفبریبی، او منحطو قومی خواو  منحرف کړای شوو او ډیرځلی د وطن صادق عناصرو د سیستم په داخل او یا هم بهر کې لازم فرصت و نه موند چې وطن ته خدمت وکړی.

د وطن ډیرکدرونه اوسرمایه په خاص ډول په بهر کې په فزیکی او ډیرو عادی فزیکی کارو مصروفه ده  او د فهمی او مسلکی پوهی نه یی د نورو عواملو سره سره  د سړی جګړی د تعصب او محاسباتو په اساس کار نه اخیستل کیږی.  په  دی برخه کې حاکمیت، بی کفایته زمامداران او دسړی جګړی حاکم مغزونه په کلکه ډار لری.

ملی عناصرو او کادرونو یا د پردو په آوږو د قدرت رسیدولو اراده نه لرله اویا نه لری، شرعی او نورمال اداری جوړښتونه دهغوی دقدرت رسیدو مانع دی.

پدی توګه ملت په وینو کې لامبی، د سیمی سوله په خطر کې ده،  د وطن بچیان  او نړیواله ټولنه قربانی ورکوی   او یو عده نور بیا خوشحاله دی چی حاکمان دی، چړچی کوی او میلیونهاو ډالره او پوندونو او سرمایی ئی په ناروا توګه ترلاسه کړل.

لکه څنګه چې مو ولیکل په کلکه پدی باور یو چې د امریکی د دی اوږد مهاله ستراتیژی په  لمړی مرحلی کې وظایف په درسته او کافی اندازه نه دی اجرا شوی اوحتی افغانستان د حاکمیت مسؤلین او  سیاسی مخکښ مطرح حلقات، افراد او سیاست وال په دی برخه کې عمده نیمګرتیاوی او سوء تفاهمات لری او په هغو نسخو او دحل په لارو ټینګار کوي چې د دی وطن او نړیوالی ټولنی د تراژیدی د اوږیدو عامل شوی او وی به.

یو څو  مثالونه راوړم چې کولای شو د دی افکارو او مهمو اراکینو او مسؤولینو تفکر او کړنی پری ولاړی وی او دی او ددوی د افکارو او نسخو عمق او بُعد په ريښتنی توګه درک او دحل ممکنی لاری ددوی د افکار سره په مقایسه، عملی والی او علمی والی وڅیړو او ستاسی قضاوت او انتخاب ته ئی پیشکش کړو.

وائی او لیکي:

„ کرزی نمی خواهد طالبان شکست نظامی بخورند... قبل از آغاز عملیات‌ها باید تمامی نیرو‌های سیاسی افغانستان ـ جامعه مدنی و دولت افغانستان می‌پذیرفتند که به‌خاطر آوردن ثبات مجدد در نقاط ناآمن راه دیگری جز از افزایش قوا وجود ندارد. عملیات‌هایی که اکنون ادامه دارد باید از پشتیبانی سیاسی این نیرو‌ها در سطح ملی و محلی برخوردار می‌بود.....“.

یعنی دا چې ښاغلی حامد کرزی هم طالب او ددی تراژیدی ادامه ورکوونکی دی. په دی توګه نړی او امریکی ته ویل کیږی چې افغانی اداره کې باید داسی څوک راوستل شی چې دنظامی حل تأکید کوی او هغه ګویا دوی دي.  

یعنی داچه بیا دافغانستان د مطروحه مسایلو په نظامی حل تأیید او تأکید کیـږی.

مونږ په دی باور یو چې په یو منطقه او سیمه کې که چیری سل واری نظامی عملیات وشی او سیاسی برنامه او د حل لاره وجود ونه لری دانظامی عملیات کومه پایله نه لری او ”افزایش قوای نظامی“ یواځی د تراژیدی د اوږدیدو او نور مرګ او ژوبلی او بــن بست نه بل انجام نه شی لرلای. منطق او دیموکراسی ته دقبول وړ نه ده چې په نظامی حل تأکید وشی. آیا د تفاهم او مذاکری نه چې اصول او ثغور او ریښتینی تعریف یی معلوم وی، بل منطقی او مناسب دیموکراتیک قایمقام وجود لری؟ زه په یقین ویلی شم چې سیاسی حل، او هغه مذاکره او تفاهم چې خلک دخپل سرنوشت حاکم کړی بله منطقی او انسانی او دیموکراتیکه لاره نه شته.

لیکوال ادامه ورکوی:

„...از همان آغازین روز‌هایی که امریکایی‌ها خواستند تجربه عراق را در افغانستان پیاده سازند، هیچ نیروی سیاسی در سطح جامعه افغانستان، دولت و کشور‌های منطقه از آن پشتیانی نکردند....“

نه پوهیږم لیکوال د عراق د کومی تجربی نه بحث کوی. زه په دی باور یم چې عراق په جنګ کې چې د نړیوالی ټولنی او امریکی د ستړی کیدو سبب شی اوعراق  دجنګ نه وروسته او د صدام حسین  نه پرته او عدم موجودیت په صورت کې  د ایران د اوسنی رژیم په ګټه او منفعت دی اوعراق عملا  دایران لمنی ته وغورځید. آیا لیکوال  دعراق  هغه تجربی نه خبری کوي چې په عراق کې قومی، نژادی او مذهبی تفرقی چاقی کړای شوی او یا د هغی  تجربو نه چي عراق  يې عملا تجزیه کړ؟  یعنی داچه کردستان او شمالی عراق  عملا مستقل هیواد دی او حتی خپل اساسی قانون او بیرق لری. نه پوهیږی د کومو مثبتو ؟! عراقی تجاربو نه په افغانستان کې دتطبیق بحث روان دی چې دا لیکوال او نسخه ورکونکی په هغو تأکید کوی او په افغانستان کې يی عملی کولو ته خوشحالی کوله اویا ئی غوښتل؟

لیکوال ادامه ورکوی:

„...علت اساسی که این حمایت ساخته نشد برمی‌گردد به تفکر ارگ که نمی‌خواست و نمی‌خواهد طالبان از مجرای نظامی شکست بخورند...“

دا هیڅ منطق نه شی منلای چې ښاغلی حامد کرزی دی د طالبانو د حرکت په ماته خوشحال نه وی. خو د طالبانو ماته د قومی او قبیلوی د تعصباتو پر بنسټ او د ټولنی دیو غټی ټوټی د محرومیت په مفهوم، د قومی تصفیی په مفهوم چې ډیرځلی عملی شوی بیا بله خبر ده. د طالبانو نظامی ماتی سره مخالفت په دی مفهوم چې د وطن بچی دپردو ددسیسو او خدمت نه ووځی او په ریښتینی توګه د مقدسو اهدافو جوګه شی او ... که ارګ بیا داغواړی نو که یو تن او یو افغان هم ددی سیاست په نتیجه ښی لیار او دوطن خدمت ته د تسلیمی او غلامی د جغ دوړلو نه پرته تیار شی نو دا کار انسانی کار دی او ارګ په دی برخه کې په حق دی او خبره او موضع يې په ځای  ده.  که څوک په دی توګه غواړی د امریکی د نظامی حل د حلقاتو اعتماد تر لاسه کړی او غواړی د افغانستان د خلکو په وینو قدرت ته د بهرنیو پوځی ځواکونه په زور ورسیږی دا نو بیا بله محاسبه او بله معامله او هم دفهم وړ ده.

لیکوال د امریکی ددی  ستراتیژی په اړه د افغانستان په هکله  داسی ادامه ورکوی:

„...مرحله دوم این استراتژی آغازش خام بود....رفتن به دهکده‌های جنوب و شرق کشور ـ جایی که طالبان توانسته بودند مجددا هسته‌گذاری نمایند ـ این اصل را زیر پا گذاشت.قلعه سیاسی که همانا صحنه ملی سیاسی بود ازین اقدام حمایت علنی نکرد و جنگ بدون برنامه سیاسی آغاز گردید.“

زه نه پوهیږم چې ملت چیری تللی وه او چا بیا بیرته هسته ګذاری وکړه؟ ضعیف منطق او ضعیف  استدلال. سیاسی قلعه د مفاهمی او مذاکری نه کومه بله سیاسی قلعه کیدای شی؟ داسی سیاسی قلعه چې خلک تصمیم ونیسی. هو جنګ او نظامی حل د سیاسی برنامی یعنی د مصالحی او مفاهمی د عملی کیدو نه پرته بی نتیجی او پایله يي بُــن بست او بی نتیجه والی راولی. که څوک په جګړی  تأکید کوی او یواځی خپل ځان باندی اعتراف لری د یک حزبی او عملا د توتالیته سیستم او خود کامګی پلوی دی چې ګویا مخالفین طالبانی دی او د خلکو د انتخاب نه د مخه دوی په خپل قضاوت د ملت تصمیم ځانته اختصاص ورکړی، نو دداسی سیاست  نتایج مو هم په دی دری لسیزو او بیا وروسته له هغه ولیدل.

دداسی سیاسیت په نتیجه کې بیا د هغه مجریان مجبور شول چې غرونو، درو، وزیرستان، کُلاب او داسی نورو کنارو او غارونو ته او مهاجرتونو ته د تللو مجبوریت منځ ته راځی او د مدنی ټولنی جوړلو اهداف له سره تحقق نه شی موندلای. بله  کومه پایله نه لری. دداسی سیاست نتیجه مرګ، ژوبله او یو عده چالاکانو او مفسدینو ته د قدرت د رسیدو او خرابی  بله پایله نه لری. که څوک دا غواړی نو بیا پورتنی تګ لاره او نسخه دی مطرح، تجویز او عملی کړی.

لیکوال ادامه ورکوی:

„... اکنون از آغاز مرحله دوم این استراتژی ماه‌ها می‌گذرد و بعضی نقاط که تبدیل به پایگاه طالبان شده بودند، دوباره تصفیه گردیدند...... زعامت دولتی دیگر توان ایجاد شبکه‌های سیاسی را در آن مناطق ندارد یا عمدا  رییس دولت نخواست در حمایت از جنگ دست به ابتکارات سیاسی بزند تا مردم را به طور نسبی بسیج نماید..... حرکت‌هایسیاسی بومی نباشند، مشکل است مورد اعتماد مردم قرار گیرند. “

وګوری بیا هم عجیبه ضد او نقیض جملات.  در حمایت از جنګ....دست به ابتکاراات سیاسی بزند.  تأسف دی چې در حمایت از جنګ باندی تأکید کیږی. د افغانستان خلک او خیرخواه عناصر در حمایت از صلح باندی تأکید کول او صادقانه عمل غواړي. او دوی در حمایت از جنګ تأکیدات لری. هوملت او بومی حرکت هماغه دی چې عملا خلک ورسره دی. هماغه به کیږی چې خلک یی غواړی او دخلکو انتخاب د جنګ او ټانک انتخاب نه دی.

لیکوال ادامه ورکوی:

”.... اما نیرو‌های افغانستان نیز با همین سوال ابتدایی مواجه‌اند؛ یعنی به نمایندگی از کدام دیدگاه و برنامه سیاسی می‌رزمند؟! منطقی‌ترین روش این بود که مرحله سوم کلا یک مرحله استوار بر برنامه‌های سیاسی می‌بود یعنی حفظ ساحه به عوض این‌که بازهم اتکا به قوای نظامی می‌داشت و در اصل با یک تفکر و برنامه سیاسی حفظ می‌گردید. ....“

ددی افادو او نور افادو تر منځ صریح تناقض دی. له یو خوا د جنګ تأکیدات او له بلی خوا د سیاسی برنامی چې اصلا نپوهیږو کومه سیاسی برنامه غیر د تفاهم او مصالحی د برنامی نه  د جنګ په حالت کې انسانی طرحه او برنامه کیدای شی؟

د افغانستان او نړی  خیر خواه عناصر د پایداری سولی سیاسي برنامی  لپاره، داچي  په افغانستان کې ملت حاکم او په خپل سرنوشت تصمیم ونیسی کار کول غواړی. او په نظامی قواو باندی د حل لیار ردوی او دا ورته د ظلم، تجاوز او غیر دیموکراتیک او غیر انسانی لیار ښکاری.

لیکوال ادامه ورکوی:

”... ارزش‌های دیگری که تلاش شد بستر حمایتی برای خود  بسازد مانند دموکراسی و مردم‌سالاری بنابر گسترده بودن فساد و فردسالاری، در سیاست‌های اداره ولایتی ریشه نگرفتند و جامعه مدنی  هم که نمی‌شود در چنین فضای اختناق و تشنجی جان بگیرد....“

دیموکراسی او دیموکراتیک نظام په ریښتنی مفهوم د خلکو نظام، د خلکو لخوا جوړ شوی نظام او دخلکو دارزښتونو په خدمت کې نظام منلای شو. په دی توګه دافغانستان اکثریت خلک مسلمان دی او خپل ارزښتونه او انتخاب لری. دیموکراتیک نظام په دغه مفهوم او مانا هغه نظام دی دی چې اوس اوس بل الترناتیف او قایمقام نه لری. که ملت ددوی په مفهوم او عمل دیموکراسی او ددوی په تعبیر اوعمل مردم سالاری ردوی  او نه منی، نو بیا د دیموکراسی او مردسالاری ګناه نه ده بلکی د هغه چا ګناه ده چې دامطالب ئی نادرسته او ناروا سوء استفاده کړی او د خلک ګناه نه ده. هو فساد او فرد سالاری په تیرو لسو کالو کې وه او ده. په هغو لسو کلو کې چې لیکوال يې اوه کاله د یوی کلیدی دولتی څوکی مشری یعنی د افغانستان د ملی امنیت مشری کوله. هغه اداره چې دده نږدی ملګری په تمامومهمو دولتی څوکیو کې وجود لرل او لری.  هغه دیموکراسی چې د قومی تصفیو، ظلم او تعدی و منطقوی تعدی او تجاوز او دسته جمعی وژنو او تباهی  موجب شول.

هو دافغانستان خلک دداسی مردم سالاری او دیموکراسی نه چې دوی  عملی کړه  منزجر او متنفر دی.  نو په کار دا چې درستی او اصلی مردم سالاری او اصلی دیموکراسی لپاره په ریښتینی مفهوم عملا کار وشی.

لیکوال ادامه ورکوی:

”.... به پیش‌بینی من، مرحله سوم به عوض اینـ‌که راه را برای انکشاف اقتصادی و اداری باز نماید، به احتمال بسیار قوی به یک بن‌بست می‌انجامد. یعنی ما به مرحله چهارم نخواهیم رسید. مرحله چهارم به عوض اینکه  رشد اقتصادی و اداری را دربرداشته باشد یک بن‌بست خواهد بود و من قراین و دلایل این تخمین خویش را ذیلا می‌نگارم.  تمامی نیرو‌های سیاسی که تفکر ضدطالبانی دارند در محاسبات بلند ملی و بین‌المللی در حاشیه قرار دارند. آنها شامل در مشوره‌های «چه باید کرد؟» امریکا قرار ندارند.....“

 

هو که وضع همداسی ادامه پیدا وکړی، د همداسی نظریاتو چې دی یي لری او مشابهو پاټی راتلنو او غلطو افادو او غلطو نسخو څخه کار واخیستل شی نو بن بست لا څه چې ډیر بد عواقب به ولری. داسی بد عواقب  چې هیڅ څوک به یی د ټولولو او مرمت توان ونه لری.

دیموکراسی داسی حکم کوی چې ملت باید تصمیم ونیسی او خپل زعامت انتخاب کړی. دوی د ملت اراده ځانته مختصروی د ددی پروسی مخالفین په طالبانو کې خلاصه کوی او بیا د طالبانو دحرکت د برنامو او موجودیت د محکومیت حکم د ملت نه داخیستلو د مخه ځانته خلاصه کوی.

مونږ په دی باوریو چې دوی  او یا دبل هرچا حق دی چې کومه نسخه د خپلی ټولنی لپاره مناسبه ګڼی او کومه نه. د طالبانو نسخه د ټولنی د اصلاح لپاره په نوویموکلو کې د نورمال، متمدن او دیموکرات مسلمان لپاره په هغه ډول چې د افغانستان خلکو په عمل کې ولیده د منلو وړ نه ده. خو که په دیموکراسی ایمان لری نو راځی چې ددی نسخو ریښتنی تعبیروکړو او یا هم له سره ددی نسخو نامناسب والی او یا هم دخپلو نسخو مناسب والی او د تطبیق مشروعیت  د خلکو نه ترلاسه اوپه دی توګه چا ته د غیر متمدن برخورد  او تشدد دلایل پاتی نه کړو. هو سیاسی توافق او په  مشترک کور کې د مشترک ژوندی بر قواعدو توافق په کار دی چې په هغه کې داکثریت د حاکمیت او د اقلیت دحقوقو تضمین وی. هغه اکثریت او دهغوی نسخی چې ملت يې وټاکي.

هو اقتصادی انکشاف په غیر مشروع زمامداری او بی کفایته افرادو و دتباهی په نسخو چې جنګ او تشدد په لاره تأکید کوی او غیر له ځانه بل څوک په کې ځای نه لری او ...... نشی تر لاسه کیدلای.

هو پکار ده چې په سیاسی برخو او څوکیو کې سیاسی مشروع افراد او په مسلکی برخو کې مسلکی افراد تصمیم او کار مخ ته یوسی.

غیرمشروع، بی کفایته او قانون شکنه افراد اقتصادی پرمختیا نشی راوستلای. 

هو اقتصادی انکشاف او اداری انکشاف مافیایی حلقات په مشروع ډول نشی تر سره کولای.

داچه تأکید کیږی ”نیرو های ضد طالبانی در محاسبات بلند درحاشیه قرار دارند“ محض  دروغ دی. د پورتنیو ادعا ګانو لیکوونکی چې مونږ ورځینی نقل قول کوو په تیرو لسو کلو کې اوه کاله دافغانستان د ملی امنیت رئیس وه او ځان د سیاسی اتحاد فعال غړی بولی. دوی خپله وائی چې طالبان به په دیموکراسی د نفس کاږل فرصت ونه لری. نو که په دی خبره په ریښتینی ایمان لری نو  په کار ده  چې دی خبری ته  په عمل کې تحقق ورکړای شی. اما زه فکر کوم چې دوی دخلکو دانتخاب نه ډاره لري.

دالیکوال ادامه ورکوی:

”... رییس جمهور خود خواهان توقف عملیات‌ها و خواهان سازش با طالبان است....“

علم او پوهه حکم کوی چې په هغه ټولنه کې به مستقره سوله رانه شی تر څو چې د هغی ټولنی به سیاسی ستیج کې د ټولنی ریښتنی نمایند ګان او د موجوده سیاسی ځواکونو نماینده په مشروع او نورمالو لارو خپل نمایند و نه لری. په سیاسی ستیج کې دا نماینده  نه د معاملی او نه د خود فروشی او نه د ملت د تصمیم نه بهرو میکانیزمو او نه په کنفرانسو او کودتاګانو مشروعیت لری. یواځنی لار داده چې د ملت د  انتخاب شفاف او نورمال میکانیزم اوجوړښتونه په صادقانه او ريښتنی ډول فعال کړای شی.

مونږ په دی باوریو چې هر ډول معامله چې د پورتنیو اصولو خلاف وشی د جګړی او خرابی د ادامی اصلی عامل به وی. مونږ حق نلرو چې ”ملت را به حاشیه کشاند“  طرفدار شو. دا به نادرسته  او غیر دیموکراتیکه هڅه او لار وی او ده. سیاسی قدرت ته د رسیدو لپاره د بهرنیو د نظامی حلقات د اعتمام اوروحیی پر بنسټ ځان قدرت ته رسولو لپاره کار حرام و نامشروع کار دی.  داسی کړنلاره او پلان د الله تعالی او ملت پر نزد د نفرت وړ دی. داسی کړنلاره او هڅه ملتونه او هیوادونه تباه کوی.

لیکوال ادامه ورکوی:

”... تا این همسویی تحت فشار یا امتیاز سیاسی از بین نرود، طالبان شکست‌ها و رنج‌های تاکتیکی زیادی را متحمل خواهند شد ولی شکست استراتژیک نخواهند خورد.....“

هو د افغانستان مسأله د پاکستان د لاس لنډولو پرته ممکنه نه ده. هو د سیاسی تفاهم نه پرته او د مصالحی د ريښتنی عملی کیدو نه پرته به نتایج ډیر بد وی.

هو په راتلونکو اتلسو میاشتو کې داسی اقدمات په کار دی چې تیری نیمګرتیاوی ادامه و نه مومی. د ښه، عاملانه او عاقلانه تدابیرو سره عاملانه، په ښه وخت مناسب اقدامات او عملی کارونه وشی. د ښو کارو لپاره حقوقی بسترونه ایجاد شی. کار اهل کار ته وسپارل شی.

اداری اصلاحات منځ ته راشی او په دی توګه د خونړیو حوادثو مخه ونیول شی.

هو پاکستان به ددی وضعی نه پوره پوره ګټه پورته کول غواړی چې د درک  او فهم وړ هم ده.

لیکوال ادامه ورکوی:

” اگر دولت افغانستان منافع ملی را به خاطر انجام یک معامله با طالبان زیر پا نماید، احتمال بسیار وجود دارد که کنترول مرکزی فرو ریزد و مردم به‌خاطر دفاع از شرف، عزت، تاریخ و ارزش‌ها پناه به نهاد‌هایی غیر از دولت ببرند – امرالله صالح“.

افغانستان په تجزیه تهدیدول او د افغانستان د جدایی او تجزیی خبری مطرح کول  دزغم وړ خبر نه ده او دا هڅی تر هر عنوان لاندی خیانت دی.

هولکه څنګه چې مفصله توضیح شوه  مصالحه او مفاهمه نباید د معاملی او خیانت په مفهوم وکارول شی. اما هیڅ څوک حق نه لری دافغانستان د تجزیی الترناتیف مطرح او داسی نهدید وکړي. 

پورتنی نسخی او مطالبات او د افغانستان د تجزیی تهدید د  ښاغلی امرالله صالح دی چې د هشت صبح په ویب پاڼه کې تیره ونی خپاره شول. هغه چې په وروستی لسیزه کې د اوو کالو لپاره د  افغانستان د ملی امنیت رئیس وه او د سیاسی مطرح ټلوالی مهم غړی دی.

زمونږ د هیواد په هکله غلط فهمی او د مفاهیموغلط  استعمال او مشاکل یواځی داخلی نه دي. تاسی پام وکړی د ښاغلی  آقای لخضر ابراهیمي  چې پخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وه او اوس هم مهم مشورتی اداره لری. (امریکا عږ ۲۴/۳/۲۰۱۱):

”... چې د امریکا په مشرۍ د یاغیانو پر ضد جګړه دطالبانو د سخت مقاومت سره روانه ده.“

دوی د مقاومت او یا هم یاغیان په دی توګه د  طالبانو په حرکت کې خلاصه کوی. درحالی چي د ښاغلی حامدکرزی  دحکومت مخالفین د القاعده، د طالبانو حرکت، د حقانی ډله، حزب اسلامی، پاکستانی استخباراتی کړی، او بعضی دینی حلقاتو، د حاکمیت داخلی مخالفین، د بهرنیو ځواکونود پوځی حضور نه متضرر او غیر متضرر مخالفین، په نظام کې موجود حلقات چې دوه مخی سیاست لری او .... داسی نور.

هو په تیرو لسو کلو کې د نظامی برتریو اوحاصله  نتایجو نه په سیاسی برخه کې په  ښه ګټه  پورته نه شوه. داحالت ددی موجب شو او کیږی چې د لایتناهی دوری په بڼه دا تراژیدی ادامه ولری چې د لازمو تدابیرو  د  نه نیولوپه صورت کې به ډیر بد عواقب له ځانه سره ولری.

دوی ادامه ورکوی:

”... داهم غیر واقعی ښکاری چې وویل شي طالبان به له منځه ولاړ شي.“

وګوری چې هدف له منځه وړل دی او بیا هم څوک له منځه وړل؟ د افغانی  طالبانو نظامی او پوځی قوا ۲۵ زره تخمین وهل کیږی خو د پاکستانی طالبان پوځی ځواک او قوه ددی نه دری برابره جګ  تخمین وهل کیږی. آیا ددوی دمنځه وړل به  ممکن وی؟  

د القاعدي  حرکت د منځنی ختیځ او نورو نړیوالوی مسایلو او دادیانو اود نړی د فرهنګونو د تقابل در پالیسی سره سخت تړاو لری. د القاعده حرکت په منطقه او افغانستان کې نه دی پیل شوی او نه به دلته ختم شی اویا له منځه ولاړشي.

دوی ادامه ورکوی:

” د افغانستان د حکومت او دامریکا د هڅو سره سره چې غواړي د طالبانو مشران دحکومت سره یوځای شي، اوس هم داسي ښکاري چې دغه جګړه به همداسي دوام وکړي او پای يې هم نه معلومیږی... .... د مخالفینو د ادغام پروسه....“

د خبری او فهم خرابی په همدی ځای کې ده چې د ملت د انتخاب او رول له یاده ویستل شوی او ګویا غنایم او غنمیت سره تقسیمیږی او د بهرنی هیواد  لخوا داسی   جوړ جاړی راووستلو باندی فکر او کار کیږی چې د افغانستان دولت د طالبانو سره یوځای شی. درحالی چې باید په دی کار وشی او داسی میکانیزمونه او جوړښتونه فعال کړای شی چې افغان ملت په مشروع توګه خپله تصمیم ونیسی چې کومه نسخه او کوم خلک دی ددی وطن اداره په لاس کې واخلی.

هو د مصالحی او مفاهمی نه همدا فهم او پوهه چې  د افغانستان د خلکو نه په غیر معاملی باندی کار روان دی  چې د مصالحی نه داسی پوهه او عمل دافغانستان دیو تعداد خلکو د ډار او تشویش سبب ګرځی او دا ډول مصالحه او مفاهمه له سره ردوی.  

هو سیاسی جوړ جاړی اوسیاسی  مصالحه، سوله اوښه تفاهم د خپلو  اصولو نه د تیریدو په مفهوم او یا هم د شخصی امتیاز د ترلاسه کولو په مفهوم کار کول  پایداره  سوله  وطن ته نه شی راوستلی اود جګړی او تراژیدی د ادامی عامل به شی. دا دافغانستان او یا هم د امریکی د حکومت حق نه دی چې طالبان د افغانستان د حکومت سره یوځای کړی. دا صلاحیت د افغانستان خلک لری چې څوک يې په حاکمیت او اداره کې برخه واخلی. دقیقا د همدی غلطی پوهی پر بنیاد د افغانستان زعامت د بن په کنفرانس کې وټاکل شو. یعنی هغه کار چې باید د ملت لخوا او به افغانستان کې شوی وای د بن په کنفرانس کی فیصله او عملی شو.

هو د عدالت تأمین داچې جنگي  مجرمین دعدالت منگلو ته وسپارل شی مطلوب کار دی. دا به ددی سبب شی چې یو عده افراد چې مخکی زیږیدلی او په وطن کې ېې په ټول عمر کې خدمت کړی خو په معیینو حلقو کې پاتی وه او اوس بی له ګناه د خدمت او کار زمینی په تعصب او پیشداوری ورنه محدودی شوی.

هود ځنې مخالفینو په عدلی او قضایی او امنیتی ارګانو کې جذبول په دی ټوګه چې دا ارګانونه خپل غیر حزبی او مسلکی حالت وساتی به مطلوب کار وی.

د  دغه جوړجاړي په ترڅ کې  دبهرنیانو د وتلومسایل او مربوطی خبری ترغورلاندې نیول هم دقیقه خبر او په ځای مطالبه ده.  هو د سیمی خلکو ته باید قناعت ورکړی شی چې  په افغانستان کې سوله  او تیکاو  به د سیمی د اقتصادی ودی لپاره د سیمی هیوادونو به ګټه هم وي.

 

په ریښتیا دا هغه تدابیر دی چې بحث او لیا دقت وړ دی . اما مونږ بیا هم د میکانیزم په جوړولو تأکید کوو کوم چې په هغه کې د تل لپاره د افغانستان ملت تصمیم نیولی وشی چې کومه نسخه د خپل وطن لپاره مناسبه بولی او څوک دی ددوی  اداره د معیین زمان او وخت لپاره په لاس کې ولری؟ داسی تغییراتو ته ضرورت او اړتیا شته چې د بشریت او نړیوالی ټولنی دعلمی او تجربه شو لاسته راوړنو څخه د تعصب او پیش داوری نه پرته د افغانستان د ټولنی د انکشاف مرحلی په نظر کې نیولو را د عقل او منطق او د تجویز د مفیدیت پربنا د مشروعو مراجعو لخوا تصمیم، تجویز او عملی کړای شی. 

ښاغلی لخضر ابراهیمی ادامه ورکوی:

”...مخالفین یو موټۍ نه دی. د کویتې شورا چې دملاعمر تر مشری فعاله ده، دحقاني ډله چې دطالبانو سره خواخوږي لري او همدارنګه داسلامي حزب چې چې د ښاغلی ګلبدین حکمتیار تر مشری لاندی فعالیت کوي. .....داځواکونه وائی چې مذاکره د بهرنیو د نظامی حضور په صورت کې اعتبار و عملی قوت نه لری. ځینی د سیاسی  جوړ جاړی په فکر دي....“

هو دا دخبری راز او اصل دی چې د ښاغلی حامد کرزی د حکومت او اداری مخالفین نباید د  طالبانو په یو متحد حرکت افاده او خلاصه شی. هغه کار چې ډیر ځلی په غلطه د طالبانو په حرکت کې خلاصه کیږی.

ښاغلی لخضر ابراهیمی په دقیقه توګه ادامه ورکوی چې:

”...پاکستان اصلی پالیسی سازان ټاکونکی برخه لري. ريښتیا خو دا ده چې افغانستان د مسألی د حل نه وروسته به پاکستانی طالبان په خپله پاکستان کې د تغییراتو لپاره مهم او اساسی کار وکړي. ....“

هوپه کله همداسی ده او دا افغانان دی او وه چې کله کله په تاریخ او بیا به دری لسیزو کې لکه څنګه چې مو پورته هم توضیح کړل د نورو مشاکل او کشالی حلوی او قربانی ورکوی. 

افغانستان کې  قوی زعامت یا نشته او یا لمنځه وړل شوی.  هغه زعامت چې افغانستان او دهغه ربړیدلی او قهرمان ولس ددی ډګر او میدان نه چې ډیر ځلی د پردو دی په خدمت کې وه راوباسی او په نورمال او متمدن ژوند یی  مصروف او بسیا کړی.

 

ښاغلی لخضر ابراهیمی په خپله دی مقاله کې ادامه ورکوی چې... او ځنې طالبان د پولیسو او پوځ په صفوفو کې جلب شي....“ 

مونږ په کلکه په دی باور يو چې زمونږ هیواد مسلکی غیر سیاسی اود سیاسی مشروعی ارادی تابع امنیتی قواو ته اړتیا لری چې د خلکو امنیت ونیسی او دقانون نه متابعت او دقانون تطبیق، عدالت په راوستلو کې یواځی د قانون موافق او د قانون مخالف شخص ورته مطرح وی.

مونږ په دی باور یو چې بعضی دولتی پستونه او وظایف باید غیر سیاسی وی. حتی د مکتب معلم او استاد دی د کوم سیاسی ګوند او حزب کې د غړیتوب حق ونه لری. 

که چیری د طالبانو د حرکت غړی د دی حرکت په نماینده ګی دا امنینی وظیفه اجرا کوی نو نتیجه به يې افغانستان کې پایداره سوله نه وی او داسی سوله به بیا هم مؤقته سوله وی. او که مؤثر افراد د افغانستان د اتباعو په شان داسی وظایف د قانون او امنیت د راوستلو لپاره اجراء کوی او ملی ګټو ته اولویت ورکوی او خپل حزب او ګوندی کارونه لاس به سریږی  بیانو دا بل حالت دی.  

 

ښاغلی لخضر ابراهیمی په دقیقه توګه ادامه ورکوی چې:

”...د دسولې دراوستلو لپاره جهاني تضمینونه، مرستې او سوله ساتونکو ته اړتیا شته ده. جهاني ټولنه پخوا په بوزنیا، کمبودیا او نورو برخو کې دمشابه ستونزو سره مخامخ شویده، نو دافغانستان خبره هم ډیره مهمه ده او په کې دمایوسیت ځای نه دی.“.

هو مونږ په دی باور یو چې افغانستان جهانی تعریف شویو او شفافو مرستو او همکاریو ته اړتیا لری. متأسفانه نړیوالي ټولنی په دی برخه کې لازم، مؤثر او په موقع اقدامات نه دی کړی. د نووییمو کلو کې افغانستان له یاده وویستل شو او دهغ نتایج په ۲۰۰۱ کال کې متأسفانه ولیدل.  

 

 له بلی خوا د خوښی ځای دی چې دافغانستان تکړی پوه او خبیر ښاغلی ډاکټر اشرف غنی د بهرنیو نه افغانانو ته د انتقال د بهیر د چارو د ځانګړی کمیسیون د مشر په توګه د روان کال د مارچ په ۲۴ ویلي چې افغانی قواوې ته د امنیت  د نیولو لپاره چمتوی دی.

”دوی وایي افغان دولت ددې کار لپاره   چی د ۱۳۹۰ کال په پای کې د هیواد امنیتي ځواکونه د افغانستان امنیت پخپله وساتي پوره تیاری نیول شوی دی. ښاغلی ډاکټر اشرف غنی احمدزی وایی اوس مهال ۲۰ ملیارده ډالره د پوځونو د سمبالولو او روزلو لپاره آماده لري.

د دوی په وینا په هغو ولایاتو کی چی د انتقال لپآره نومول شوی دی لازمه تدابیر نیول شوی دی.

د انتقال لپاره د هغو ۷ ځانګریو شویو سیمو امنیتی وضعیت، د سیمی نفوس او د مخالفو ځواکونو سره د افغان ځواکونو تعادل په نظر کی ساتل شوی دی او دی ته هم پوره پوره پاملرنه شوی ده چی د بهرنیو ځواکونو د وتنی په صورت کی کوم ګامونه باید اوچت شی تر څو دا سیمی دوهم ځلی د مخالفینو تر ګواښ لاندی رانشي.

افغانانو ته ددوی د هیواد امنیت ساتنی نه وروسته به بیا هم نړیواله ټولنه د افغانستان سره د ستراتیږیکو اړیکو درلودونکی وی خو د دی اړیکو څرنګوالی به د افغانانو له خوا او ددوی په خوښه تثبیتیږی.

دا په څو څو واری د افغان ولسمشر له خوا په داګه شوی چی د نوری نړی سره به د افغانستان اړیکی هیڅکله د ګاونډیانو سره ددی هیواد پر اړیکو سیوری وانه چوی او افغانستان به هیڅ کله د ګاوندیانو پر ضد د تروریستی فعالیتونو مرکز ونه ګرځي.

د بهرنیانو نه افغانانو ته د امنیتی مسولیت سپارنه به د روان کال د چنګاښ د میاشتی په آخر کی پیلیږی او د هیوادد پوځی او امنیتی ځواکونه د دریو کالو په اوږدو کې د خپلی خاورې بشپړه ساتنه پر غاړه اخلي.“

مونږ په کلکه په دی باور یو چې په افغانستان کې  به پایداره  سوله، ملی حاکمیت او استقرار او سوکالی او آرامی هغه وخت راتلای شی چې د پورتنیو مسایل او مطالبو په نظرکی نیولو سره سره لاندی اقدامات او د عقل، پوهی، منطق او استدلال او افغانی مشروعو منافعو د اولویت ورکول پر بناء عمل وشی. په افغانستان کې داسی مشروع حاکمیت منځ ته راشی چې ددی اهدافو لپاره په ريښتینی توګه کار و فدا کاری وکړی.

همدارنګه ډیر ځلی په افغانستان د موفقیت، کامیابی او بری معیار هم روښانه نه ښکاری. که په افغانستان کې دنړیوالی ټولنی بری په افغانستان د خلکونظام جوړونه چې د افغانستان د خلکو لخوا او دهغوی دارزښتونو د ساتنی او پالنی لپاره د نړیوالی ټولنی د قبول شوو اساسی اصولو سره په عدم مخالفت کېد افغانی او اسلامی ټولنی دخاصو مشخصاتو په نظر کې نیولو سره وی او افغانستان د نړی لپاره دخطر ځای هم نه وی. نو په مسؤولیت سره ویلی شم چې دی هدف ته رسیدل ممکنه او مشروع خبر ده. که ددی موفقیت او کامیابی نه هدف د پردو د ارزښتونو پیاده کول افغانستان کې وی او افغانستان کې ګوډاګی حکومتونه او اداری قدرت ته رسول وی. نو په یقینی ډول ویلی شم او زمان به دا هم ثابت کړی چې دی هدف ته رسیدل ګران اوحتی ناممکن کار وی. نودلته پکار ده چې  په افغانستان کې د موفقیت او کامیابی او عدم کامیابی درست او په ځای تعریف، حدود او ثغور مشخص شی.  

 

په دی برخه کې د نورتدابیرو سره سره لاندی نور مشخص وړاندیزونه کول غواړو:

 

په سیاسی برخه کي:  د هغه سیاسی نظام د تحقق لپاره عملا کار کول چې په افغانستان کې د افغانستان خلک په خپل سرنوشت حاکم شی او د سیاسی جوړجاړی او ښه تفاهم لپاره کار وشی. داسی کار چې په سیاسی ستیج کې د افغانستان د سیاسی څیری ریښتینی تبلور ته مشروعی زمینی برابری کړی. خلک په دی برخه کې اساسی او مرکزی تصمیم نیوونکی محل او مرکز وی.

د بعضی اوسنیو کړکیچونو دحل بعضی ممکنی لیاری:  زموږ په پوهه مسایل په دری برخوویشل پکار دی:

 ا/ هغه مرکزی او کلیدی مسایل چې اوس پری توافق په کار دی او د خلکو د ارادی او تصمیم د اصلی معیار ګرځولو پراصولو او قواعدو توافق  او داسی نورو اساسی او افغانی توافقات دی چې هر افغان ورته احترام لری اوباید مراعات کړای شی.

۲/ هغه مسایل چې د ټاکنو وروسته د ملت په انتخاب پری ملت توافق کوی او د هغه پر اساس قبول شوو او مشروع د افغانستان د اکثریت د خلکو د انتخاب لاری او روشونه دی چې د معیین زمانی مدت لپاره به اجرای کیږی او د معینو کلو نه به وروسته بیا د هغو د مشروعیت د اعتبار ادامه او یا عدم ادامه د خلکو له خوا تعیینیږی.

۳/ هغه مسایل چې په اغلب ګمان به پری بعد له ټاکنو توافق وشی او یا هغه مطالب چې هر ګوند، حزب او سازمان او شخصیتونه  سره پری متفاوت نظرونه لری خو د هغوی د عملی کیدو د مشروعیت لپاره به په ژوند کې په متمدنه توګه د هغوی د تحقق لپاره مبارزی کوی او خلک به په دی برخه کې تعیینوونکی وی چې دا نسخی به ومنی او که نه.  په یقینی ډول او د فهم وړ هم ده چې داسی مطالب او موارد شته چې توافق پری ممکن نه دی او دا هم نورماله خبر ده.

په دی سلسله کې تأکید کوم او د ویلو وړ ګڼم چې د افغانستان خلک مسلمان دی او خپل انتخاب لری. هغه عناصر چې د افغانستان د خلکو دانتخاب نه ډار لری او نه پریږدی د خلکو اراده تحقق ومومی باید د خلکو نه تجرید او فرصتونه يی  محدود کړای شی.

اداری اوقانونی اصلاحات: په کار ده چې په افغانستان کې داسی مشروع اداری سیستم فعال کړای شی چې په نتیجه کې د  لږو مصارفو په کولو ډیر نتایج په لږ وخت کې ترلاسه شی. خلک حاکمیت او اداره خپله وګڼی، اداره خلکو ته نږدی کړای شی. اداره او نظام د بی ځایه مصارفو مخنوی وکړای شی او غیر ضروری او تشریفاتی  اداری حلقات له منځه لاړ شی. تصامیم په موقع ونیول شی او عملی کړای شی. دتصامیمو د نیولو او عملی کولو تر منځ فاصلی لږی شی.  افراد او مسؤولین  د قانون د اجراء مجریان او د کتنرول سیستمونه فعال کړای شی.

په دی برخه په مشخصه توګه پیشنهاد کوو:

تغیرات باید دمشروع ارګانو لخوا، د تجویز د مفیدیت او د افغانی ټولنی د سطحی په نظر کې نیولو سره  صورت ومومی.

د افغانستان د اساسی قانون تعدیل په دی توګه چې ددولت ددری ګونو قواو تر منځ توازن منځ ته راشی. د افغانستان ریاستی نظام په صدراتی نظام مبدل شی.

اداری سیسم په محلی، ولسوالیو او مرکزی ادارو تقسیم او ولایتی اداری په تدریجی توګه له منځه ولاړی شی او دولایتی اداروصلاحیتونه مرکزاو محلات ته تقسیم کړای شی. په داسی توګه چې مرکز  د کلی په جوړولو مصروف او محلات د عامی جوړی شوی کلید د اجراء کوونکی په صفت او مجری د قانون او شوراګانو تر نظر لاندی کار وکړی. تر داسی نظر لاندی چې په مسلکی مواردو کې مسلکی افراد او په نورو موارد کې دسیاسی مشروعیت لرونکی مسلط کړای شی. د سیاسی مشروعیت لرونکی ددی توان ولری چې د مسلکی افرادو او ښو برنامو او دحل لیارو د تفکیک لیاقت ولری. داسی اداره چې علمی مراجع د سیاسی مراجعو او افرادو لپاره لازم مسلکی مرسته آماده او د سیاسی افراد د تصمیم اساس د مسلکی افراد او مشاورینو د کړنی او تعیینوونکی نظر په اساس د عمل ډګر ته وړاندی شی.  د مدرن تخنیک څخه په استفادی  دمرکز او محلاتو د ارتباط اړیکی تأمینی او پدی توګه اصلی  قدرت ښاری او محلی شورا ګانو ته (ښاروالیو ته )وسپارل شی. د بعضی پر مخ تللو هیوادو د شاروالیو او  شورا ګانو د کار څخه په پراخه توګه ګټه اخیستل اود امرهم شورا بینهم پر اصولو عمل کول په کار دی.   

په دی برخه کې د افغانستان د قانون د حاکمیت او امنیتی اداری  په لسو متوسطو واحدو تقسیمی شی. د عدلی او قضایی ارګانو ۸-۱۰ واحدونو، مرکزی  او محلی  واحدونو سیستم عملی کړای شی.

تأکید کول غواړو چې په تاریخی مفاهیمو د کوڼ او وړوند انتخاب په توګه او د نوی تعریفونو او حدود او ثغور و د تعیین نه پرته او د هدف په نظر کې نیونی نه پرته په شکلیاتو تأکید کول هغه مطالب او جوانب دی چې تباهی او بربادی او ریفورم د منفی اغیزی سبب کیدای شی. د افغانستان په اوسنی شرایطو کې په  فدارلی نظام د هغه د مشخص تعریف نه پرته  تکیه کول در افغانستان د تجزیی او دپرونی خود پرسته او خود کامه قومندانانو دوری ته بیرته ګرځیدل دی.

د فدرالی نظام د مثبتو جوانبو نه چې حاکمیت ملت ته نږدی کړای شی او خلک خپل حاکمیت او اداره وپیژنی او انتخاب کړی او کاغذ پرانی لږی شی باید په کلکه طرفداری او عمل پری وشی. دا هغه اهداف دی چې زمونږ په نظر د محلی ادارو او ولسوالیو ادارو مرکزی کول او ولایتی ادارو په تدریج له منځه وړنه کې تحقق موندلای. په کار ده چې په دی برخه د افغانستان علمی مراکز پروژی او ریسرجونه واخلی او ددی طرحی په عملی  جوانبو پوره پوره غور او د پیاده کولول لپاره کاروکړی.

ټاکنی: د افغانستان د ټولنی د اوسنی انکشاف مرحله او عنعنوی جوړښت، د وخت او اقتصادی بی ځایه اضافی مصارفو د مخنیوی اود مفیدیت په منطق او د وروستیو تجاربو او منطقی نتیجه ګیریو پر بنیاد په کلکه  وړاندیز کوو او بهتره ګڼو  چې د افغانستان محلی شوراګانی او پارلمانی انتخابات او ټاکنی په مستقیمه  او سری ټوګه د ښو قوانینو، دمطبوعاتو او نړیوالی ټولنی تر کلک نظرلاندی اجرا شی.  د محلی ارګانو مشران د اجرائیه هیأت (ښاروالان ) دی د محلی شورا  او د افغانستان جمهوری رئیس او صدراعظم دی د  پارلمان لخوا پدی توګه په غیر مستقیمو انتخاباتو او سری ډول وټاکل شي. په دی توګه چې د جمهور رئیس انتخاب دی په غوټ اکثریت او دهغه سبکدوشی دی د ۳/۴ آراو په اساس د کدری استقرار په نظر کې نیولو سره ترسره شی. صدراعظم دی د پارلمانی توافقاتو پر بنسټ  او د پارلمانی اکثریت په پیشنهاد د افغانستان  جمهور رئیس ته پیشنهاد  او وړاندی شی او بیا  جمهور رئیس دغه پارلمانی کاندید صدراعظم  پارلمان ته د اعتماد د رای اخیستلو لپاره پیشنهاد او په دی ډول حکومت جوړ کړای شی. داسی انتخاب شوی صدراعظم ته دی د کابینی په جوړولو کې معیین صلاحیتونه وړکړای شی.  پارلمانی او محلی شوراګانو ته ټاکنی به مستقیم او سری وی. داټول کارونه او تجویزونه د دقیق بررسی او مفدیت او عملی او علمی جنبو په نظر کې نیولو سره د مستقل تحقق او ریسرچ غوښتنه کوی.

په اقتصادی برخه کې: د مدرنو قوانیواو بسترونه ایجاد چې د نړیوالو د سرمایه ګذاری موجب او افغانستان واقعا په دی برخه کې  خپل تاریخی مقام چې دوصل او عطف نقطه وی بیا پیدا کړی.

آزاد د بازار اقتصاد د قانون تر حاکمیت لاندی باید عملی کړای شی. د مختلط اقتصاد پکارول چې هدف یی د آزاد بازار د تحقق لپاره وی د وسیلی په توګه کارول په کار دی.

 

افغانستان قوی زعامت ته اړتیا لری چې پوهه درایت او کافی جرئت او د سیاسی مشروعیت په لرلو داملت د دی رنځ او غم او اوږدی تراژیدی نه راوباسی. په دی لیار کې دښی ارادی سره سره، سیاسی مشروعیت، او د مسلکی پوهی نه کار اخیستلو ته اړتیا شته.

د وطن هر بچی ته په کار ده خپل رسالت اداء او د دی وطن د تراژیدی لـــــړی د ختمیدو لپاره ه نه ستړی کیدونکی  او دوامداره توګه کار او فعالیت وکړی.

په دغه امید ستاسی نه غوښتنه کوو چې لطفا په دی اړه  خپل تکمیلی نظریات او سفارښتونه زمونږ په پته راولیږی.

                                                                                                                                                پای

 

Contact Address:

 - Aminuddin Saidi – Said Afghani - Germany e- mail: saidafghani@hotmail.com

 - Dr. Salahuddin Sayedi-Said Afghani- United Kingom, Phone: +447886 474 638, e-mail: strategicstudies@yahoo.com


April 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات